موسس، صاحب امتياز و مدير مسوَل

مير حيدر مطهر

شماره تماس: 0700282673

 

 


 

صفحه اصلی

اخبار

سرمقاله

مطالب سیاسی

گزارش ویژه

فرهنگ کده

نامه های وارده

تماس با ما

درباره ما

 
 
::: بازديدکننده گان
 
 

د محمد حنيف اتمر د موټرو ښيښې د پوليس له خوا سپيني شوې




د افغانستان د امنيت ملي شورا په خپله غونډه كې دا پريكړه كړې چې دكابل ښار د امنيت د ټينګښت له پاره بايد د ښار دننه د تورو ښيښو موټر ونه ګرځي. د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري پرون په يوه خبري غونډه كې وويل چې دافغانستان دامنيت ملى شورا په غونډه كې چې دجمهور رئيس په مشرى اودهيواد دامنيتي ادارو د چارواكو په ګډون دروان كال دكب په ۱۵مه جوړه شوې وه دامنيت دټينګښت له پاره يې ځينى پريكړى كړي. بشري وويل چې په دې غونډه كې پريكړه شوى چې دروان كـال دكب دمياشتى تر ۲۰مې نيټې پورې به په ښار كې دلوړو پوړو چارواكو په ګډون د ټولو تورو ښيښو لرونكو موټرونو ښيښى سپينې شي.

ده د موټرو ټولو خاوندانو څخه وغوښتل چې بې له دې چې پوليس يې موټر ودروي بايد دخپلو موټرو ښيښي د روان كال تر يادې شوې نيټې پورې سپينې كړي.

بشري داهم وويل چې د ټول هيواد په ښارونو او واټونو كې دبې پليټه او د جواز نه لرونكو زغره والوموټرو په ګرځيدو هم بنديزلګول شوى.

د ده په وينا دكورنيوچارو وزارت له ټولو هيواودوالو څخه غوښتنه كوي چې دامنيت په ټينګښت او دتلاشې په وخت كې له امنيتي كسانو سره مرسته وكړي.

بشري وويل چې په دې پريكړو كې هيڅ استثنا نه شته او دغه شوې پريكړې به په لومړي سر كې دكورنيو چارو وزارت په موټرو تطبيق كيږي.

ديادولو وړ ده چې ديادو شوو پريكړو پر بنسټ د ژورناليستانو په وړاندى دكورنيو چارو وزارت په انګړكې د نوموړي وزارت وزير محمدحنيف اتمر دموټرو شيشى دپوليسو له خواسپينى شوى.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 



 

 

    

All Right Reserve To Arman-e-Mili 2009 |Powered by Webmaster (APMC)